ټاکنې
دوه الماني انجینران د رایو شمېرلو د چټکتیا لپاره کابل ته راورسېدل
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه حواعلم نورستاني وايي، د کمېسیون عمومي سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو رسولو بهیر د چټکتیا لپاره د درمالوګ شرکت دوه انجینران کابل ته را رسېدلي دي.
نوموړې وايي، یادو انجینرانو د ټاکنو کمېسیون له کارکوونکیو سره کار پیل کړی او د رایو د لېږد بهیر به چټک شي.
په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون غړی حنیف دانشیار وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بایومټریک دستګاوو ۲۲۴۶۰ معلوماتو د کمېسیون عمومي سرور ته لېږدول شوي دي. نوموړی پهدې برخه کې د ځنډ لامل له سایبري بریدونو نه د عمومي سرور خوندیتوب په ګوته کوي.
خو د دولت جوړوونکي او ثبات او همپالنې ټیمونو څارونکي وايي، د ټاکنو کمېسیون باید عمومي سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د لېږد بهیر سرعت په اړه ځواب ووايي.
د محمداشرف غني په مشري د دولت جوړوونکي ټیم څارونکی داوود سلطانزوی وايي، د ټاکنو کمېسیون باید مخکې له مخکې د بایومټریک دستګاوو او عمومي سرور پر ستونزو پوهېدلی.
د نوموړي په وینا، که څه هم د دارمالوګ کمپنۍ انجینران راغلي او تمه لرو چې شته ستونزې حل کړي، خو په وینا یې، تراوسه یې پهدې برخه کې روښانه ځواب نهدی ترلاسه کړی.
په همدې حال کې د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم څارونکی هارون معترف وايي، د دارمالوګ شرکت د انجینرانو له راتګ سره سره د انټرنېټ په سرعت کې بدلون نهدی راغلی.
د نوموړي په وینا، د ټاکنو کمېسیون او د دارمالوګ شرکت انجینران باید شته ستونزې له څارونکیو او خلکو سره شریکې کړي.
د ټاکنیزو ټیمونو څارونکي او د ټاکنو کمېسیون ځینې غړي وايي، که د انټرنېټ د سرعت ستونزه حل نهشي، د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایله به پر خپل وخت اعلان نهشي.
اړوند مطالب:
د ټاکنو کمېسیون د ټکنالوژي رییس لویې څارنوالي ته ور وپېژندل شو