لوبې
له ۱۰ميليونو ډالرو ډېر زيان؛ افغان کرېکټ بورډ که سنکسرز سره خپله ستونزه حل نهکړي
سلام وطندار ته د رارسېدلو معلوماتو پر بنسټ د افغانستان APL T20 کرکټ لیګ کې د پانګې اچونې برخه کې همکار هندي شرکت (سنکسرز) د افغانستان کرکټ بورډ ته د افغان کرکټ غوره لیګ د تړون لغوه کولو او پر دوی د لګېدلو تورونو سپیناوی غوښتی دی.
د سنکسرز کمپنۍ کې یوې سرچینې سلام وطندار ته وویل، سنکسرز شرکت په ډېلي کې د یوه حقوقي شرکت په مرسته د تېرې سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه افغان کرکټ بورډ ته ۶ ورقې (نوټس) لېږلی دی چې تر اوسه یی هم افغان کرکټ بورډ ځواب نه دی سپارلی.
د سرچینې په خبره، حقوقي کمپنۍ افغان کرکټ بورډ ته ليکلي چې په څو مواردو کې یې له سنکسرز شرکت سره له شوي تړون سرغړونه کړې ده او باید افغان کرکټ بورډ د وړاندې شوي تړون له مخې د دې سرغړونو سپیناوی وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې د تړون لغوه کېدو سره سره د دواړو خواوو ترمنځ لاهم خبرې روانې دي چې تمه ده مثبته پايله ولري او که داسې و نهشي نو د افغانستان کرکټ بورډ سره به د هندي شرکت سنکسرز او نورو ونډه والو اوږده لانجه لا پسې سر ونیسي چې افغان کرکټ بورډ به ستر مالي زیان وویني.
سرچینې دغه راز ویلي، حقوقي کمپنۍ خبرداری ورکوي که افغان کرکټ بورډ دروانې اکټوبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې چې له مخې یې د تړون ۱ میاشت وخت هم پوره کېږي، دوی ته سپیناوی ور نهکړي نو دوی به دانګلستان په لندن کې نړیوالې درېیمګړې محکمې ته عرېضه وکړي.
یاد حقوقي شرکت وایي، انګلستان کې د مېشتې کمپنۍ پرېکړه به افغان کرکټ بورډ ته ډېره ګرانه پرېوځي او ښایي چې له ۱۰ تر ۲۰ میلیونو ډالرو پورې افغان کرېکټ بورډ جریمه شي.
په همدی حال کې (کرېک ټېکر) وېبپاڼې د افغانستان کرکټ بورډ د یوه غړي چې له نوم ښودلو یې ډډه کړې له خولې لیکلي، افغان کرکټ بورډ د سوداګریزو او قانوني پايلو په نظر کې نه نیولو سره له سنکسرز شرکت سره تړون لغوه کړی دی او که د APL اړوند ونډه وال افغان کرکټ بورد نړيوالې محکمې ته کش کړي نو مونږ به ان نورې جریمې څه چې ان یواځې ددغه دوسیې فیس هم ور نه شو کړای.
د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ بورډ تېره میاشت وویل چې د فساد تورونو او دغه راز د سنکسرز کمپنۍ له خوا د لومړي پړاو APL فیس د نه ترلاسه کولو له کبله له یاد شرکت سره تړون لغوه کوي او دغه پروسه به راتلونکي کې له سره په شفافیت سره ترسره کړي.
کرکټ بورډ دغه راز د لومړي پړاو APL د فساد او تړونونو د څېړلو دوسیه څارنوالۍ ته هم وسپارله او هم یې د سږ کال لپاره دويم پړاو افغان کرکټ پریمیر لیګ لغوه کړ.
په همدې حال کې داسې معلومات هم ترلاسه شوي چې د هندي حقوقي شرکت د (نوټس) ترلاسه کېدو وروسته افغان کرکټ بورډ له لویې څارنوالۍ نه د دوسیې اخیستلو پرېکړه کړې ده خو د افغانستان لویې څارنوالۍ د نږدې یوې اوونۍ انتظار سره سره په اړه له سلام وطندار سره نظر شریک نه کړ.
ومو غوښتل چې راپور کې د سنکسرز د (نوټس) په اړه او لویې څارنوالۍ ته د لېږل شوې دوسیې وروستي جزیات ترلاسه کړو خو د افغانستان کرکټ بورډ اجرایه مشر لطف الله ستانکزي په غوښتنه کرکټ بورډ ته د سوالونو لېږلو سره سره دوی سلام وطندار ته وویل چې اوسمهال په شپږیزه کرکټ لیګ او نورو کرکټ مسایلو کې بوخت دي او په دی اړه نظر نه شي ورکولی.
په دې تړاو: