ټولنه
کابل کې د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شو
د کوزې پښتونخوا او یو شمېر افغان سیاستوالو افغانستان کې د سولې ټینګښت په موخه د وړاندیزونو شریکولو لپاره کابل کې درې ورځنی نړیوال کنفرانس جوړ کړی دی، چې نن يې لومړۍ ورځ وه.
د دغه کنفرانس ګډونوالو نن وویل، د سولې خبرې باید افغاني وي او ټول افغانان باید په ګډه د سولې راوستو په برخه کې خپلې هڅې چټکې کړي.
د کوزې پښتونخوا سیاستوال وکیل شهاب الدین خټک دغه کنفرانس کې وویل، د افغان سولې په تړاو هېڅ داسې پرېکړه نه مني، چې افغانان په کې رول ونه لري. «دا وړاندیز کوم چې د افغانانو په خاوره چی کومه سوله راتلای شي باید افغاني وي او د لر او بر افغانانو سلامشوره ورکې وي، هغه افغانان چې د ترهګرۍ ښکار دي او په کورونو یې اوربل دی هغه باید ورکې ونډه ولري.»
د افغان سولې په اړه د دغه نړیوال کنفرانس ګډونوال زیاتوي، چې افغانستان کې د پنجابي ترهګرو په څېر د نورو هېوادونو ترهګرۍ ډلې جنګېږي او باید پر وړاندې یې جدي مبارزه وشي.
په همدې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د سولې کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل، چې دا کنفرانس دې په یوه پروسه بدل کړي او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته دې د سولې په اړه دوامداره ناستې ترسره شي.
رحیمي ډاډ ورکړ، چې د سولې په اړه د دوی وړاندیزونه به د سولې پلان کې شامل او عملي کړي.
ټاکل شوې چې د افغان سولې په تړاو دغه نړیوال کنفرانس چې د افغان ملي غورځنګ بنسټ له لوري پيل شوی، درې ورځې دوام وکړي او پای کې به یې د ګډونوالو نظریات ولسمشر ته وړاندې شي.