سیاست
ولسمشر غني: اوسنی حکومت د سولې په اړه پرېکړه نه شي کوی
ولسمشر محمد اشرف غني، سوله د راتلونکي حکومت صلاحيت ګڼي او د ټاکنو په ترسره کولو ټينګار کوي.
نوموړي نن چې په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو نه وروسته وينا کوله وويل، د ملي يووالي د حکومت وروستئ ورځې دي او نه شي کوی د سولې په اړه پرېکړه وکړي.
ولسمشر وايي، ټاکنې يوه جدي اړتيا ده چې ترسره کېدو ته يې پوره چمتووالی نيول شوی، ټاکنې به ترسره شي او راتلونکی حکومت به په پوره واک سره د سولې په اړه پرېکړه کوي.
نوموړي زياته کړه، « ایا يو ناتوانه حکومت سوله کوی شي؟ ایا يو حکومت چې قانوني وخت يې پوره کېږي، داسې ستونزمنې پرېکړې وکړي؟ سوله واک او قاطعيت غواړي.»
نوموړی همداراز وايي، خبرې اترې بې قید او شرطه دي خو سوله مشروطه او افغانان ملي سوله غواړي نه سمتي او حزبي سوله.
ولسمشر خبرداری ورکوي، سوله دې زموږ د خلکو بې وطنۍ او د مغزونو او د پانګې فرار دليل نه کېږي هغه وايي، هغه وختونه اوس تللي چې افغانې نجونې به په کېبل وهل کېدې او ماشومان به مو له ښوونځيو پاتې کېدل.
نوموړی همداراز وايي، داسې سوله غواړي ترڅو په کې د هر افغان عزت خوندي وي، داسې سوله نه غواړي چې په هغه کې هېوادوال جلا وطني شي او زياتوي، هغه سوله راتلونکې ده چې ټول افغانان يې غواړي.
ولسمشر داسې مهال د ټاکنو په اړه خبرې کوي چې د افغان سولې په اړه د امريکا او طالب استازيو ترمنځ خبرې يوه نازک پړوا ته رسېدلي دي.
د امريکا او طالب استازيو ترمنځ اته پړاوه خبرې اترې شوي او دواړه لوري هيله من دي چې په دې پړاو کې د سولې هوکړه وروستئ کړي.